د اسراییل د نیلي او سپین ګوند مشر بن ګانټز د اسراییل پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تور پورې کړی دی چې د کورنۍ جګړې د پیل په لټه کې دی. هغه ویلي، نتانیاهو خلک برمته کړي او دوی یې د کورنۍ جګړې په خطر کې اچولي دي. نوموړي زیاته کړې، نتانیاهو باندې خلکو باور نه دی کړی، رایې نه دي وړې نو ولې په دومره سپین سترګي پر څوکۍ ناست دی. ګانتز وایي، دی غواړي د دوو کلونو لپاره د کابینې مشري وکړي او د ده لومړی شرط له دندې څخه د نتانیاهو لرې کېدل دي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د صهونیست رژیم لوی څارنوال؛ د تېرې پنجشنبې په ورځ رسماً لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د فساد، درغلۍ او د خلکو له باور څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تور کړی دی.






































