د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر متنار، په لنډه موده کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده. هغه له چک راډیو سره په مرکه کې ویلي، ښایي تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په باګرام هوایي اډه کې مېشت خپل پوځیان له دې هېواده وباسي. چک جمهوریت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ سرتېري لرل چې په لوګر او د پروان په باګرام نظامي اډه کې مېشت وو. نوموړي په دې وروستیو کې ویلي وو چې که له طالبانو سره د امریکا خبرې بریالۍ کېږي او دا بریا له افغانستانه د پوځیانو په وتلو او یا کمولو پورې تړلې وي، نو دوی به ډېر ژر دې مسئالې ته مثبت ځواب ووایي او خپل سرتېري به له دې هېواده وباسي. د یادونې ده چې یو زیات شمېر چکي سرتېري چې په لوګر کې مېشت وو له افغانستانه وتلي دي او اوس یوازې ۱۷۰ سرتېري په باګرام هوایي اډه کې پاتې دي چې د دې اډې تر څو کیلومټرۍ پورې د امنیت ساتلو دنده پر مخ وړي.






































