د ایران سپاه پاسداران وایي په دغه هېواد کې وروستي لاریونونه د امریکا او د امریکا د مزدورانو له لوري تنظیم شوي وو. د ایران سپاه پاسدارن مرستیال ددغه هېواد له حکومت غوښتي چې د لاریون تنظیموونکو او مشرانو ته درنه سزا ورکړي. نوموړي ټول لاریون کوونکي د امریکا جاسوسان او مزدوران بللي دي او په خبره یې دوی غوښتل چې په هېواد کې بې نظمي جوړه کړي خو وځپل شول. په ایران کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله پراخ لاریونونه پيل شوي وو، چې د حکومت له لوري وځپل شول. په دې لاریونونو کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې د ځینو په قول ۱۰۶ او د ځينو نورو سرچینو په حواله تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.






































