د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې په فرانسه او ایټالیا کې د تېزو بارانونو له امله راوتلیو سیلابونو پنځه کسان مړه کړي او یو شمېر نور تري تم دي. د راپورنو له مخې، د فرانسې په جنوب ختیځه سیمه کې تر اوسه څلور تنه مړه شوي او د یاد هېواد په وار ښار کې د یو شمېر نورو د نادرکۍ راپورونه ورکړل شوي دي. که څه هم چې اوس باران کرار شوی دی خو لا هم ځینې واټونه او کوڅې اوبو په سر اخیستې دي. په ورته وخت کې راپورونه وایي چې په ایټالیا کې هم سختو سیلابونو یو ۷۷ کلن سړی مړ کړی او یو شمېر نور ورک دي. د ایټالیا او فرانسې پولیسو ویلي چې د ورکو شویو کسانو د لټون هڅې یې پیل کړې دي. د یادونې ده چې د مني د پیل شویو بارانونو له امله راوتلیو سیلابونو؛ په فرانسه کې شاوخوا اته کسان مړه شوي او په ډېریو سیمو کې یې د برق جریان هم قطع کړی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.






































