د ایران سپاه پاسدارن یو ځل بیا ویلي چې امریکا، سعودي عربستان، اسرایيل او برېتانیا د وروستیو لاریونونو تر شا ولاړ دي. د سپاه پاسدارن لوړپوړي غړي حسین سلامي ویلي دوی غوښتل چې ایران په داخلي کشمکش کې ښکېل کړي. نوموړي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال دا هم ویلي چې ایران له خطرناکو کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي. حسین سلامي ټینګار کوي چې امریکا په خپل ټول توان غواړي ایران له پښو وغورځوي خو په خبره یې د واشنګټن دا خوب به رښتیا نه شي. په ورته وخت کې په ایران کې د لاریونونو نوی پړاو پيل شوی.






































