د البانیا په لودیځو سیمو کې سختې زلزلې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي. د راپورونو له مخې، د دې زلزلې شدت د رښتر په کچه په ځینو سیمو کې درې اعشاریه شپږ او په ځینو کې بیا څلور اعشاریه شپږ درجې ښودل شوی دی چې له امله یې ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي. د البانیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د تیرانا ښار وو او په همدې ښار کې یې درې کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو ویلي چې د دې سیمې له بیلابیلو برخو څخه یې د ۱۵۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي چې د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي. چارواکو ویلي، زیانمنو سیمو ته یې مرستندویان لېږلي دي او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره د مرګ ژوبلې کره شمېر له رسنیو سره شریک کړي.






































