په البانیا کې د پرونۍ زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی. د البانیا پولیسو ویلي چې د ګڼو ورکو شویو کسانو د لټون هڅې یې پیل کړې دي. په دغه ولایت کې د سره صلیب کمېټه وایي، داسې ګومان کېږي چې له لسو تر پنځلسو پورې کسان اوس هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي. د راپورونو له مخې، دې زلزله کې شاوخوا ۶۵۰ تنه ټپیان شوي هم دي. پولیسو ویلي چې تر اوسه یې تر سلو ډېر کسان چې تر خاورو لاندې شوي وو را ایستلي دي او د ځینو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. البانیا له اروپایي هېوادونو څخه د ژغورنې په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې اروپایي ټولنې ویلي چې سیمې ته یې له ایټالیا، یونان او رومانیا څخه مرستندویه ډلې لېږلې دي.






































