د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای وایي، یوه ډېره ستره او داسې توطئه چې د ایران دښمنانو ورباندې په ډېره اندازه پیسې لګولې وې د دې هېواد د غیرتي وګړو له لورې له منځه وړل شوې ده. هغه زیاته کړې، دښمنانو زیار ایستلی و چې د راپورته شویو جنجالونو په لړ کې د خپل شیطاني او مزدور لښکر په واسطه خپلې شومې موخې تر لاسه کړي خو له نېکه مرغه چې دا حرکتونه د اصیلو ایرانیانو له لوري له ماتې سره مخ شول. خامنه ای، دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې هېواد کې د بیو د لوړوالي له امله خلک لارو کوڅو ته راووتل او د ایراني رژیم پر ضد یې شعارونه ورکړل. د دې لاریونونو پر مهال ایراني ځواکونو پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې او ګڼه مرګ ژوبله یې ورواړوله. د بښنې نړیوال سازمان په وینا؛ په دې لاریونونو کې شاوخوا ۱۴۳ کسان وژل شوي او په زرګونو نور یې زندانونو ته اچول شوي دي.






































