د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دی پر خپلې هغې خبرې ولاړ دی چې ویلي یې و، د ناټو مغز مړ شوی دی. مکرون د نوامبر په اومه له ایکونومیست مجلې سره په خبرو کې په ناټو کې د ستراتیژیکې همکارۍ پر نشتوالي خپګان ښودلی و او ویلي یې وو چې دی دې ته له ناټو سره د امریکا د تعهد د کمزوري کېدو په سترګه ګوري. د مکرون څرګندونې هغه مهال د دې ټلوالې د غړو له غبرګون سره مخامخ شوې او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د ویجاړېدو په اړه خبرداری ورکړ. د فرانسې ولسمشر پرون په پاریس کې د ناټو له عمومي منشي سره له کتنې وروسته وویل چې دی لاهم په دې اړه د ابهام د رابرسېره کولو هڅه کوي، ځکه باور لري چې د دې ټلوالې ګټو ته په پام سره دا کار غیرمسئولانه دی چې موږ لاهم د مالي او تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وکړو.






































