د عراق په جنوب کې د دولتي ځواکونو له خوا تېره ورځ د اعتراض کوونکو د ځپلو پرمهال ۳۵ کسان وژل شوي. په ځینو نورو راپورونو کې دا شمېره ۴۵ ښودل شوې ده. زرګونو کسانو اعلان شوي ګرزبندیز ته پاملرنه ونه کړه او د خپلو هغو ملګرو د ښخولو په مراسمو کې د ګډون لپاره واټونو ته راووتل چې پولیسو په نجف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ د قهرجنو لاریون کوونکو د برید او سوځولو پرمهال په ډزو ووژل. په هغو اعتراضونو کې ۲۵ کسان وژل شوي وو. مظاهره چیانو وړمه ورځ په عراق کې د ایران د لاسوهنو پرضد قهرجن اعتراض وکړ او په نجف کې د ایران قونسلګرۍ ته یې اور واچاوه.






































