د پاکستان د ملي عوامي ګوند یوه مشر میا افتخار حسین ویلي چې د پاکستان ددایمي پرمختګ لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې مهمې دي. دده په وینا د پاکستان حکومت ته په کار ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې لرل خپل لومړیتوب وبولي او په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي. نوموړي پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان اقدامات هم غندلي دي او په وینا یې په دې سیمه کې باید سختۍ ختمې کړل شي او پر خلکو دې قیودات نه لګول کېږي. افتخار حسین د عمران خان پر دې پرېکړه نیوکه کړې چې هندي زیارت کوونکو ته یې له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې خو ډیورنډ فرضي کرښه باندې یې بیا سختۍ او قیودات ډېر کړي دي.






































