د امریکا له پولې سره نږدې مکسیکويي عسکرو او د نشه يي توکو کاروباریانو نښته کړې ده. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې څلور امنیتي سرتېري او لس د نشه يي توکو قاچاق وړونکي وژل شوي دي. دغه نښته د امریکا له پولې سره څېرمه شوې ده او څو ساعته یې دوام کړی دی. د مکسیکو حکومت وايي دوی د نشه يي توکو له کاروباریانو سره مبارزې ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د مرستې او همکارۍ په تمه دي. امریکا بیا له دغه هېواد سره پر خپله پوله ددیوال په جوړولو کار روان کړی دی او وايي له مکسیکو غیر قانوني کډوال او د نشه يي توکو کاروباریان ددوی خاورې ته ور اوړي.






































