د رویټرز د راپور له مخې د متحده عربي اماراتو نظامي کمپنۍ په ګډه کار کوي چې ددغه هېواد تسلیحاتي صنعت ته پراختیا ورکړي او په دې توګه تولید ډېر او واردات کم کړي. رویټرز لیکي چې متحده عربي اماراتو په دې وروستیو کې د ځيرکو توغندیو پر تولید پنځه میلیارده ډالر پانګونه کړې ده. د سرچینې په خبره دغه هېواد هڅه کوي چې د تولید په ډېرولو د نظامي توکو واردات کم کړي او په دې توګه ددغه هېواد پوځ په بنسټیزه توګه پياوړی کړي. متحده عربي اماراتو داسې مهال د تسلیحاتي صنعت پر پراختیا کار پیل کړی دی چې ځینو اروپايي هېوادونو پر دغه هېواد د وسلو پلور درولی دی.






































