شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی چې له امله یې شپږو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ویلي چې دا پېښه نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه شوې ده چې په پایله کې یې یو پوځي وژل شوی او پنځه نور سخت ټپیان دي. د چارواکو په خبره، ټپيان یې سیمه ییز روغتون ته رسولي دي او د دوو هغو یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. تر پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس، پوځي او ملېشه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان اړوند ډلو د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی. د یادونې ده چې په شمالي وزیرستان کې یوازې په تېره میاشت کې تر ۱۳ ډېر عسکر وژل شوي او تر همدې ډېر شمېر نور ټپیان شوي دي.





































