د پاکستان په لاهور کې یوې محکمې ویلي چې د روانې میاشتې په اوومه نېټه به د حافظ سعید په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. حافظ سعید د ترهګریزو فعالیتونو په تور محاکمه کېږي. په لاهور کې محکمې ویلي چې نوموړی په ترهګریزو کړنو، د چندې په نامه ترهګرو ډلو ته په پیسو ټولولو او د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دی. حافظ سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټګر دی او داسې تورونه دي چې نوموړي په هند کې په خونړیو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. هند څو څو ځله د هغه د نیول کېدو غوښتنه کړې ده. امریکا نوموړی د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړی او له پاکستان یې غوښتي چې هغه ونیسي.






































