د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کسانو په لاریونونو کې ګډون نه و کړی نو معلومه نه ده چې څه ډول د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. په ایران کې ځینو سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو ۱۲۱ افغانان په لاریونونو کې د ګډون په تور نیولي هم دي. د یوه وژل شوي ځوان کورنۍ وایي چې زوی یې له کوره بهر په سودا پسې تللی و خو د امنیتي ځواکونو له لوري په سر ویشتل شوی او وژل شوی دی. تر اوسه افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.






































