سپينې ماڼۍ ویلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده وکیلان به د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د استیضاح استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي. د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار پټ سېپولون ولسي جرګې ته په یو لیک کې ویلي، تمه نه لري چې ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون وکړي ځکه د ده په وینا دا منصفانه پرېکړه نه ده. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د امریکا کانګرس له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل، چې د ډېسمبر پر څلورمه د استیضاح اړوند استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. د امریکا د ولسي جرګې د قضایه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ په دې غونډه کې ګډون وکړي او یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې نه کوي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره پر قانوني دلايلو بحث وشي.






































