د فرانسې په سویل کې د ژغورونکې ډلې چورلکه غورځېدلې ده چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي. په دې وروستیو کې د فرانسې په سویل ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي دي او خلکو ته یې د ځاني زیانونو سربېره درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا چورلکه چې د ژغورنې مامورین پکې سپاره وو د ماموریت پر مهال رالوېدلې ده. د یاد وزارت په خبره، تر اوسه لا په کره توګه د چورلکې د غورځېدو لامل څرګند شوی نه دی خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. د یادونې ده چې تر سختو بارانونو وروسته د فرانسې په سویل ختیځ کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې او د الپ د غرونو لړۍ ته څېرمه پرتې ځینې سیمې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي. دې سیلابونو دوه کسان مړه کړي او دغه راز یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.






































