د اردن هېواد د یوې کرنیزې سیمې په مؤقتي استوګنځایونو کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ پاکستانیان وژل شوي دي. اردني چارواکو تر اوسه د اورلګېدنې د علت په اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې ښایي اور د برق د شارټۍ له امله بل شوی وي. د اردن د چارواکو په حواله په یوه کرنیزه ساحه کې د اورلګېدنې له امله د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني اتباع وژل شوي او یو شمېر نور سخت ټپیان دي. د چارواکو په خبره، د اورلګېدنې په پېښه کې هلته موجود ټول مؤقتي کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا اور د تېرې شپې په نیمایي کې لګېدلی دی او دا چې علت یې څه وو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. راپورونه وایي، سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او یو شمېر ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي.






































