د سوریې د ادلیب ښار په بېلا بېلو سیمو کې د سوریې او روسیې جټ الوتکو په هوایي بریدونو کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. په سوریې کې د بشري حقونو د څار لندن میشتې ډلې ویلې چې دا بمبارۍ د ډسمبر پر دویمه نېټه شوي دي. دغې ډلې ویلي ۱۳ کسان د ادلیب د معره النعمان سیمې په یوه عام مارکېټ کې ووژل شول. دا سیمه له ترکیې سره پوله لري او ډیرې برخې یې د مخالفو ځواکونو په کنټرول کې دي. د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي چې په دې پېښه کې ۱۸ نور کسان ټپیان شوي چې د ډېرو روغتیایې حالت خراب ښودل شوی. همدې ډلې ویلي چې دوه نور کسان یو د ادلیب په جنوب ختیځ سراقب سیمې او بل په السرمان کلي کې وژل شوي.






































