د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د اعتراضونو اصلي لامل بللی دی. پومپیو ویلي، چې ایران په منځني ختیځ کې د اعتراضونو ترشا یو متحد کوونکی عامل دی. د نوموړي په خبره په عراق، لبنان او پخپله ایران کې لاریون کوونکي د ملایانو د رژیم پر وړاندې اعتراضونه کړي دي. پومپیو په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې یې د وروستیو ناکراریو ترشا بېلا بېل دلایل یاد کړل خو اصلي اشاره یې ایران ته وه. هغه وویل، د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي داسې مهال په عراق کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې له دندې لرې شو چې د عراق امنیتي ځواکونو لسګونه اعتراض کوونکي ووژل او دا تر ډېره په عراق کې د ایران د نفوذ له کبله دی.






































