په لندن کې د ناټو سازمان جوړېدو د اویایمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوې ده. په دغه غونډه کې د غړو هېوادونو ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی. ټاکل شوې چې د ناټو په دې مهمه غونډه کې په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت هم خبرې وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې غونډه به نن او سبا دوام کوي او افغانستان هم ددغه مهمې غونډې د بحث موضوع ده. په دې غونډه کې همدا راز په عراق او نورو سیمو کې هم د ناټو پر ماموریتونو خبرې کېږي. ټرمپ هم دې غونډې ته رسېدلی دی او ښايي د ناټو پر جوړښت، مالي ملاتړ او راتلونکې باندې مهمې څرګندونې ولري.






































