د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي وایي، په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر کې په بېسارې توګه دروغ ویل شوي او ډېری هغه کسان چې مړه اعلان شوي وو ژوندي دي. اسماعیلي زیاته کړې، دی دا نه وایي چې په وروستیو اعتراضونو کې خلک نه دي وژل شوي خو په وینا یې شمېر یې هغومره نه دی؛ څومره چې په اړه راپورونه ورکول کېږي. نوموړي دغه راز ویلي، په دې لاریونونو کې یو شمېر خلک مړه شوي دي چې د دوی د معلوماتو له مخې هغوی هم د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله نه، بلکې د مسمومیت له امله مړه شوي دي. د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ویلي چې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ اوړي. په ورته وخت کې پرون یو ایراني اژانس خبر ورکړی دی چې په دې لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ ډېر دی.






































