په قزاقستان کې د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې بس نن په کیزي لوردا نومې سیمه کې چپه شوی دی. رسنۍ وايي چې په دې پېښه کې ۸ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. بس پر یخ وهلي سړک روان و چې ښویېدلی او چپه شوی دی. د قزاقستان حکومتي چارواکو ویلي چې د بې احتیاطۍ په تور یې په دې اړه جنايي قضیه ثبت کړې ده او پوښتنې ګروېږنې یې روانې کړې دي. یورو سټاټ اروپايی بنسټ وايي قزاقستان په نړۍ کې د هغو پنځو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې پکې رامنځ ته کېږي.






































