د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د هاوايي ایالت کې په پېرل هاربر نظامي اډه کې ډزې شوې دي چې له امله یې پنځه کسه ټپیان شوي دي. د امنیتي سرچینو به حواله د دوو ټپیانو وضعیت ترینګلی دی. سرچینې کاږي چې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړې دي خو تر دې دمه یې رسنیو ته نور معلومات نه دي ورکړي. په امریکا کې ډزې کېدل او د خلکو وژل اوس معمولي کار ګرځېدلی دی. سره له دې چې امریکايي وګړو د وسلو پر پلور غبرګون ښودلی دی خو امریکايي حکومت لا هم په دې اړه اقدام نه دی کړی.






































