هند وايي هغه مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکوي چې په ګاونډيو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي. د رویټرز د راپور له مخې د هند کابینې پرېکړه کړې چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې پرتو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکوي. دا به هغه کسان وي چې په اوسنیو هېوادونو کې یې له تاوتریخوالي او یا نورو ستونزو سره مخ دي. دا لومړی ځل دی چې هند د مذهب په اساس ځینو وګړو ته د تابعیت د ورکړې پرېکړه کوي. هند دا نه دي ویلي چې تر ډېره به دغه وګړي له کوم هېواد منل کېږي خو دا یې مشخصه کړې چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ مذهبي اقلیتونه د هند تابعیت اخیستلی شي.






































