ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په یو وسله واله نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، دا برید د شمالي وزیرستان په بویه تحصیل سیمه کې شوی دی. هغوی وایي چې پوځیانو په همدې سیمه کې د وسله والو د موجودیت اطلاع تر لاسه کړې وه خو کله چې هغوی سیمې ته ورسېدل له وسله والو سره په نښته کې ښکېل شول چې له امله یې څلور ترهګر او یو پاکستانی پوځي وژل شوي او د دوو پوځیانو په ګډون درې ترهګر ټپیان شوي دي. په شمالي وزیرستان کې په دې پېښه کې د یو پوځي په وژل کېدو سره یوازې تېره میاشت کې د وسله والو نښتو او بریدونو له امله د وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی. د یادونې ده چې په همدې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د ضرب عضب په نامه تر عملیاتو وروسته ویل کېدل چې دا سیمې یې له ترهګرو پاکې کړې دي خو د سیمې اوسېدونکو بیا دا عملیات د ملکیانو د وژنې یوه دسیسه بللې وه.






































