د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوکو ویلي، چې کېدای شي ایراني ځواکونو په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ لاریون کوونکي وژلي وي. نوموړي ویلي، چې د لاریونونو پر مهال زرګونه نور ایرانيان ژوبل شوي دي او لږ تر لږه ۷۰۰۰ نور نیول شوي دي. ایران په دغو لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمیر نه دی تائید کړی. د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي، چې لږ تر لږه ۲۰۸ وژل شوي کسان یې ثبت کړي دي، خو ایران بیا دغه راپورونه رد کړي دي. ایران په دغو لاریونونو کې د دغه هېواد د حکومت ضد حکومتونو لاس لرل یادوي. په ایران کې خلکو وروسته له هغې لاریونونه پیل کړل چې د ایران حکومت د تیلو بیه لوړه کړه.






































