په عراق کې د شعیه مذهبو مخور رهبر، علي سیستاني ټینگار کړی چې په عراق کې دې نوی صدراعظم د هر ډول بهرنیو لاسوهنو پرته وټاکل شي. د عراق مخکیني صدراعظم عادل عبدالمهدي تېره اونۍ له خپلې دندې استعفا ورکړه او پارلمان یې هم استعفا ومنله. علي سیستاني وايي، دوی هیله مند دي چې نوی صدراعظم به د اساسي قانون په اساس وټاکل شي او دغه ټاکنه باید د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته وشي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د یو شمېر راپورونو له مخې بغداد ته د ایران د یو ځانګړي استازي د سفر او له نوي حکومت څخه د ایران د ملاتړ په اړه خبر ورکړل شوی دی. علي سیستاني چې په عراق کې د شعیه مذهبو تر ټولو ستر مذهبي مشر دی، تل یې په عراق کې د بهرنیو لاسوهنو پر ضد خبرې کړې او په عراق کې یې ایران ته د ورته یو حکومت له رامنځته کېدلو سره مخالفت کړی دی.






































