د چین نړیوال تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې د اویغور په کورواکه سیمه کې په ترهګریزو بریدونو کې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۶ پورې په زرګونو کسان وژل شوي. سي جي ټي اېن وايي د شمال لوېدیځ چین د شینجیانګ دا سیمه چې یو وخت د ورېښمو پر لرغونې لاره یو ستر سوداګریز مرکز و، بمي بریدونو او وژنو ځپلې ده. راپور وايي د سیمې خلکو ته بې حسابه زیان رسېدلی او چینايي چارواکي هڅه کوي چې په دې سیمه کې بېرته سوله راولي.
په راپور کې ځینې هغه تراژيدۍ ښوودل شوې چې د چینايي چارواکو په وینا د شینجیانګ خلکو زغملې دي.






































