د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وایي، ایران هغه هېواد دی چې ټولې سیمې ته یې د ترهګرۍ ریښې غځولې دي. نوموړي چې د مدیترانې په نامه کنفرانس ته یې خبرې کولې وویل، په سیمه کې د ټولو ناوړه کړنو مسوول ایران دی او یاد هېواد باید په دې پوه شي چې د خپلو کړنو سزا به ویني. د هغه په خبره، سعودي د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دی خو ایران باید په سیمه کې له ترهګریزو فعالیتونو لاس واخلي. الجبیر زیاته کړې، د سعودي په وروستي برید کې د ایران لاس لرل دا په ډاګه کوي چې دا هېواد له هیڅ ډول خرابکارانه کړنو مخ نه ګرځوي. هغه ګواښ کړی دی چې که چېرته دا هېواد له دې کړنو لاس پر سر نشي نو د بدو پایلو پړه به یې پر خپله غاړه وي.






































