د عراق په نجف ښار کې د شعیه ګانو د بانفوذه مشر مقتدا صدر پر کور د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې پرون یوې بې پیلوټه الوتکې په نجف کې د دې بانفوذه روحاني مشر کور په نښه کړی دی. که څه هم په دې برید کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو ویل کېږي چې نوموړی د برید پر مهال په خپل کور کې نه و. په ورته وخت کې د پروني برید له قربانیانو سره په دې هېواد کې د تازه تاوتریخوالي پر مهال د وژل شویو اعتراض کوونکو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. تر اوسه د برید پړه کوم لوري پر غاړه نه ده اخیستې. مقتدا صدر په یاد هېواد کې د وروستیو حکومتي ضد اعتراضونو کلک ملاتړی و.






































