د ایران د کابینې ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ایرانی حکومت تیار دی څو له امریکا سره د زندانیانو تبادلې ته ادامه ورکړي او په امریکا کې بې ګناه بندي ایراني وګړي ازاد کړي. دده په خبره دوی یوازې د زندانیانو د تبادلې تر کچې له امریکایي اړخ سره خبرې کوي او پر نورو مواردو بحث نه کېږي. ایرانی حکومت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د ددواړو لورو ترمنځ یو یو زنداني تبادله شو. مخکې تر دې د ایران ولسمشر حسن روحاني دا هم ویلي وو چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدو ته هم تیار دی.






































