د چیلي د هوایي پوځ چارواکي وايي، د دغه هېواد یوه پوځي الوتکه، چې ۳۸ کسان پکې سپاره وو، انټارکټیکا ته پر لاره ورکه شوې ده. د چیلي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سي- ۱۳۰ هېرکولس ترانسپورتي الوتکه له پونټا پر سیمه ییز وخت د مازدیګر ۴:۵۵ پورته شوې او تر یوه ساعت وروسته له هوايي ډګره اړیکه ورسره پرې شوې ده. په دې الوتکه کې ۱۷ کسیزه عمله او ۲۱ مسافر سپاره وو. دوی لوجستیکي توکې لېږدول. د چیلي هوايي ځواکونو ویلي، د ورکې شوې الوتکې او تريتم شویو کسانو پلټنې او د ژغورنې عملیات روان دي، خو په اړه یې تر دې دمه کره معلومات نشته.






































