د امریکا د ویرجینیا ایالت یو مخکښ سناتور ریچارډ بلک ویلي چې د ناټو سازمان د رامنځته کېدو موخه د وسلو خرڅلاو دی. هغه چې څه موده یې د دې سازمان د شمالي اتلانتیک د سازمان د یو افسر په توګه یې هم دنده تر سره کړې ده ویلي، ناټو د دې لپاره وجود لري چې خپلې وسلې وپلوري او په خبره یې د دې سازمان د موجودیت یوازینی دلیل بیا له روسیې سره دښمني ده. نوموړي ویلي اوس نړۍ بدله شوې ده او ټول په دې پوهېږي چې دوست او دښمن څوک دی. هغه دغه راز زیاته کړې، ټرمپ هم دې سازمان ته د وسلو د بازار په سترګه ګوري. بلک ویلي، ټرمپ ځکه د دې سازمان د فلجېدو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون پر خبرو توند غبرګون ښودلی دی چې دی خپله هم غواړي د وسلو د پلور لپاره دا بازار له لاسه ورنکړي.






































