د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي حکومت امر کړی چې تر دویم فرمان پورې دې د عرب سرتېرو او نظامي محصیلینو ټولې روزنیزې برنامې ودرول شي. دوی همدا راز د ټولو بهرنیو نظامي محصیلیونو د زده کړو د سختې څارنې امر هم کړی دی. ویل کېږي چې له دې اقدام به شاوخوا پنځه زره بهرني نظامي محصیلین د امریکا په بېلو نظامي اډو کې اغېزمن شي. امریکايي چارواکو ویلي چې پنځه سوه سعودي محصیلین به دمګړی د روزنې له برنامو ایستل کېږي خو د انګلیسي ژبې د صنفونو درسونه به په نورماله توګه روان وي. دا چې دغه اقدامات به تر کومې نېټې وي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. د امریکا حکومت وروسته له دې دغه اقدام کړی چې یوه عرب محصل د امریکا په یوه نظامي اډه کې پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې او څو کسه یې ووژل.






































