د امریکا په نیوجرسي کې په یوه وسله وال برید کې شپږ کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی. د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه نیوجرسي سیټي کې شوې ده چې نیویارک ته څېرمه ښار دی. ویل کېږي چې د بریدګرو او پولیسو ترمنځ نښتې یو ساعت دوام کړی دی. درې بریدګر په یوه پلورنځي کې وو او له هغه ځایه یې پر عامو وګړو ډزې پيل کړې دي. له څو دقیقو ډزو وروسته سیمې ته پولیس رسېدلي او تر نښتې وروسته درې بریدګر وژل شوي دي. ځایي چارواکي دغه پېښه یو ترهرګریز برید بولي.






































