د رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو له مالي سره پولې ته نږدې د نایجیر د پوځ پر یوه اډه برید کړی دی او ۷۱ عسکر یې وژلي دي. د نایجیر ددفاع وزارت دغه پېښه تایید کړې ده او وایي چې په ځوابي برید کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو په دغه سیمه کې اسلامي دولت نومې ډله له ګڼو نورو وسله والو ډلو سره په همغږۍ وخت ناوخت ورته خونړي بریدونه کوي. د نایجیر حکومت وایي چې دوی به دغه برید بې ځوابه نه پرېږدي.






































