محکمې ویلي حافظ سعید د خیریه بنسټونو تر عنوان لاندې له خلکو چندې ټولې کړې او هغه یې د ترهګریزو شبکو د پیاوړتیا لپاره لګولې دي. محکمې دغه راز تور پورې کړی چې په دې توګه نو حافظ سعید په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس لري چې ټولې قضیې باید سپينې کړل شي او محاکمه به دوام وکړي. حافظ سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټګر دی چې په پاکستان کې یې ازادانه ژوند درلود خو د امریکا او هند تر فشارونو وروسته پاکستان اړ شو چې ددغه کس پر وړاندې اقدام وکړي. امریکا نوموړی د ترهګرو په تور لېست کې هم شامل کړی دی. هند بیا وایي چې حافظ سعید په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال په خونړیو بریدونو کې لاس درلود.






































