د راپورونو له مخې امریکا یو ایرانی وګړی له سپاه پاسدارانو سره د اړیکو او یمن ته د وسلې د لېږد په تور تحریم کړی دی. دغه راز یې پنځه نړیوال بنسټونه له ایراني هوایي شرکتونو سره د کار کولو له امله د بندیزونو په لېست کې راوستي. دغه راز یې د ایران دوې لویې بېړۍ هم په دغه لېست کې شاملې کړې دي. امریکايي چارواکو ویلي دا هغه شبکې او کسان دي چې د سپاه پاسداران په ورانکاره او ترهګریزو فعالیتونو کې په یو ډول نه یو ډول ګډ دي. ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ښایي څارنه لا پیاوړې شي او لا ډېرې شبکې او کسان د بندیزونو په لېست کې شامل کړل شي.






































