ایران وایي، پر یوې دولتي الکترونیکي ادارې یې انټرنټي برید شنډ کړی دی. ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی. هغه ویلي، دغه سایبري برید په لوړه کچه تنظیم شوی وو، خو بیا هم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه یې معلومه کړي. جهرمي هغه دولتي اداره نه ده په ډاګه کړې چې دغه برید پرې شوی او نه یې هم د دې برید تور په کوم هېواد پورې کړی، خو ویلي یې دي چې په دې اړه به وروسته یو راپور خپور کړي. دا نه ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه د امریکا او ایران ترمنځ د سایبري حملو د روانې لړۍ یوه برخه ده او که څنګه. تهران له دې مخکې هم د ایران پر ځینو اهدافو د سایبري حملو د شنډولو ادعا کړې وه.






































