ترکيې امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته له انقرې سره د اړیکو د ترینګلتیا هڅه وکړي نو له نړیوالې انزوا سره به مخ شي. د ترکي دولت د د رسنیو او اړیکو مسوول فخرالدین التون د امریکا له لوري پر ترکیې وروستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، که چېرته واشنګټن د ترکیې ضد لابي کوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي نو په اصل کې به ځان له نړیوالې انزوا سره مخ کړي. نوموړي زیاته کړې، دوی په هیڅ صورت له دې بندیزونو نه وېرېږي خو که چېرته دا هېواد د ترکیې ضد لابي کوونکو ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو اجازه ورکړي نو دوی به هم چوپه خوله پاتې نشي.






































