د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې امریکا د مرکزي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلانوي، نو ځکه خپل سرتېري په افغانستان کې کموي او ددغه هېواد سولې ته یې توجه کړې ده. سرچینه کاږي چې امریکا د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د چین او روسیې له نفوذ په اندېښنه ده نو ځکه غواړي ددغه هېوادونو په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي. امریکايي چارواکو دغه راز ویلي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به اقتصادي مرستې هم ډېروي څو دوی د روسیې او چین له فشارونو په امان وي. امریکايي چارواکو د منځنځۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا راپورونه هم ورکړي او په دې وروستیو کې د یادو هېوادونو او واشنګټن ترمنځ تګ راتګ هم ډېر شوی دی.






































