د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د امریکا هر ډول عمل ته به ورته ځواب وکړي. د اناتولي اژانس د خبر له مخې مولود چاوش اوغلو د امریکا وروستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، امریکا دې ترکیې ته د نورو هېوادونو په سترګه نه ګوري، ځکه هېواد یې د دې وړتیا لري چې د امریکا د هر ډول عمل پر وړاندې ورته دریځ ونیسي. هغه زیاته کړې، دوی غواړي له امریکا سره د خبرو له لارې ټولو مسائلو ته د حل لاره پیدا کړي خو که چېرته امریکا بندیزونو ته دوام ورکړي نو دوی به هم ورباندې رحم ونکړي. د یادونې ده چې نوموړي پرون هم امریکا ته خبرداری ورکړی وو چې باید د ترکیې پر وړاندې خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي او که چېرته داسې ونکړي نو له نړیوالې انزوا سره به مخ شي.






































