د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په پېښور کې پر یوه ښوونځي برید ته په اشارې ویلي، څو پورې چې ترهګر او د هغوی همکاران له منځه نه وي وړل شوي دا پېښه به د پاکستان په تاریخ کې د یو تور داغ په څېر پاتې وي. هغه د یاد برید د پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې پر حکومت د توندو نیوکو تر څنګ زیاته کړې، حکومت د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ترهګر د یوې الې په توګه کاروي. هغه دغه راز څرګنده کړې، چې حکومت په وار وار پر دې ښوونځي د برید د عاملینو د نیول کېدو ژمنې کړې دي خو تر اوسه یې د هغوی د نیولو لپاره ریښتیني اقدامات نه دي کړي. بوټو ویلي، دا د یو ملت په توګه د دوی مسوولیت دی چې ووایي پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې هیڅ عملي کارونه نه دي تر سره کړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې ترهګري تل له ولسونو قرباني اخیستې ده او اوس دوی ته په کار ده چې د دې پدېدې پر وړاندې یو موټی شي.






































