امریکا یو ځل بیا شمالي کوریا ته ویلي چې مذاکراتو ته دې وړاندې شي. د شمالي کوریا لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیون بیګان ویلي، شمالي کوریا دې تیاره وي، موږ خبرو ته تیار یو نو ښه به وي چې دا مسئله حل شي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې شمالي کوریا تازه اټومي او د توغندیو ازمویښتونه ترسره کړي دي. ددې تر څنګ شمالي کوریا ویلي که امریکا په دوو اونیو کې تحریمونه لرې نه کړي، مذاکرات په سمه توګه مخ ته یونه سي نو په نوي کال کې دې له شمالي کوریا غوره ډالۍ ترلاسه کړي. ښايي له ډالۍ د شمالي کوریا موخه د توغندیو توغول وي خو امریکا ویلي د شمالي کوریا هر ګواښ ته د ځواب لپاره تیار دي.






































