پاکستان چې تل د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونې کوي، یو ځل بیا یې دا اصول مات کړي او په کونړ ولایت کې یې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ماینونه ځای پر ځای کړي دي. په دغه ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشت ولسونه وایي، پاکستانیو ځواکونو د غځول شوي اغزن تار دېخواته پرسونل ضد میانونه ایښي دي. د دانګام او مرورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، دې ماینونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي. د دوی په خبره، د دې ماینونو د چاودنو له امله یو شمېر خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ په لسګونو څاروي هم له منځه تللي دي. په ورته وخت کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم مني چې پاکستان په دې سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. پاکستان ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه هڅه کوي د کرښې دواړه غاړو ته مېشت ولسونه په یو ډول نه یو ډول سره جلا کړي خو خلک وایي، دوی یو بل سره د وینې تړون لري او هیڅوک یې له یو بله د جلا کولو توان نلري.






































