د فلیپین هېواد سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو شمېر اوو ته رسېدلی دی. د دې هېواد جنوب کې د میندانایو جزیره پرون د ۶.۸ ریښتر په کچه زورورې زلزلې ولړزوله چې له امله یې ګڼې ودانۍ ویجاړې او خلکو ته یې د ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم واړول. تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د دې زلزلې له امله یوازې دوه شپږ کلن ماشومان چې یو یې هلک او بله هغه یې نجلۍ وه تر خاورو لوټو لاندې شوي او وژل شوي دي خو نن ویل شوي چې د ژغورنې تر عملیاتو وروسته د دې زلزلې د قربانیانو شمېر اوو ته رسېدلی دی. د چارواکو په خبره، په ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.






































