د ایران وروستیو لاریونونو کې د وژل شویو کسانو میندې وایي، حکومت خیانت کړی دی او دوی یې پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدلی. د یادو وژل شویو کسانو میندو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اولادونه یې د ازادۍ لپاره سوله ییز اعتراض ته راوتلي وو نه د حکومت ضد جګړې ته خو په وینا یې حکومت یې پر وړاندې له تشدده کار اخیستی دی او هغوی یې وژلي دي. هغوی پر حکومت غږ کړی دی چې د وروستیو بې ګناه وژنو په اړه وضاحت ورکړي، ګنې دوی به هم د خپلو اولادونو لار خپله او پراخو اعتراضونو ته راووځي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په ایران کې په زرګونو خلک د بیو د لوړېدو پر ضد اعتراضونو ته راووتل چې د حکومت له تاوتریخوالي سره مخ شول. د راپورونو له مخې په دې لاریونونو کې تر درې سوه ډېر کسان وژل شوي او په زرګونو نور یې نیول شوي دي.






































