د شوروي اتحاد وروستی ولسمشر میخایل ګورباچوف وایي، امریکا پر ټولې نړۍ د نظامي واکمنۍ په هڅه کې ده او له همدې امله کوشش کوي د اټومي وسلو له نړیوالو معاهدو ځان وباسي. د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، ګورباچوف په خپله تازه مرکه کې ویلي، امریکا د نړۍ په کچه شر جوړونکی هېواد دی خو دده په خبره له نیکه مرغه چې اوسنۍ نړۍ کې هغه څه ناممکن دي چې امریکا یې په لټه کې ده. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، اوسنۍ نړۍ د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ خپلې اړیکې جوړوي او له همدې امله کولی شي ووایي امریکا به هیڅکله دې ارمان ته ونه رسېږي. د نوموړي په باور، که چېرته نوره نړۍ هم د امریکا دې هڅو ته په پام د اټومي وسلو لوبې پیل کړي نو ډېر ژر به له ګډوډیو سره مخ شي. هغه زیاته کړې امریکا او روسیه باید د اټومي وسلو د کنټرول پر مسئله له سره خبرې اترې پیل کړي او په وینا یې د حل یوازینۍ لار همدا ده.






































